Tuesday, May 24, 2011

پاکستان ولې نه غواړي په افغانستان کې امن راشي؟؟؟؟؟

پاکستان په لاندې دلایلو نه غواړي ترڅو په افغانستان کې یو مقتدر حکومت منځ ته راشي:

لومړۍ: د افغانستان هیڅ حکومت هم د ډیورنډ کرښه په رسمیت نه ده پیژندلې او پښتونستان انګریزي ښکیلاک په زور سره له افغانستان څخه بېل کړی دی پاکستان ویره لري که چېرته په افغانستان کې یو مقتدر او توانا حکومت منځ ته ر اشي کېدای شي د پښتونستان موضوع را پورته کړي او دا کار د پاکستان لپاره د مرګ په مانا دی ځکه له یوې خوا هندوستان د پاکستان سر د کشمیر پر سر دښمني لري او له بلې خوا د افغانستان دښمني ورپه غاړه شي پاکستان به سختو ستونزو سره مخامخ شي او آن کیدای شي له منځه لاړ شي.


دوهم: افغانستان د پاکستاني توکو او تولیداتو لپاره ښه مارکېټ دی دلته په افغانستان کې په وارداتي توکو باندې کوم کنټرول نشته هر نوع بې کیفیته اموال په افغانستان کې پلورل کیدای شي او د پاکستاني جعل کاره کمپنیو لپاره یو طلایي چانس دی ،نو که چېرته په افغانستان کې یو مقتدر حکومت منځ ته راشي چې خپله اقتصادي پالیسی ولري پا کستان هغه د ځان په زیان بولي او فکر کوي چې دوی به دا مارکېټ له لاسه ورکړي نو په هر ممکنه وسیله هڅه کوي په افغانستان کې د ملي حکومت جرړې وباسي او په افغانستان باندې جنګ او بی ثباتي ور وتپي.



دریم: افغانستان د پاکستان لپاره د اوبو سر چینه نه ده ، پاکستان فکرکوي که چیرته افغان حکومت د دې ابو په تنظیم باندې و توانیږي نو دوی به زیان وویني نو تر وسه وسه هڅه کوي چې افغانستان د جګړې ډګر او یو ضعیف هیواد وساتي.

څلورم: پاکستاني حکومت تر ډېره د پنجابیانو په لاس کې دی او پنجاب غواړي چې خپله ژبه او کلتور په پښتنو باندې وتپی لکه چې د پاکستان په پښتنو یې تپلی هم دی نو پاکستان ویره لري چې که چېرته افغان حکومت په پښو ودریږي د پښتني کلتور او ژبي د پیا وړتیا هڅه به کوي او دا د پنجابي کلتور د خپراوي لپاره خطر ګڼي نو ځکه هڅه کوي ترڅو دا حکومت له پښو وغورځوي

پنځم : پاکستان کې پښتانه و بلوڅان محروم قومونه دي په ځانګړې توګه بلوڅان له پاکستاني حکومت څخه خفه دي او په تېرو کې یې له افغاني حکومت سره ښې اړیکې درلودلی دي پاکستان ویره لري که چېرته یو نفوذ لرونکی افغان حکومت رامنځ ته شي کېدای شي د بلوڅو د حقونو پلوی شي او د بلوڅانو حقوق په پیاوړې توګه مطرح شي، پنجاب دا دخپل ځان زیان بولي او دوی د بلوڅانو د حقونو په خوړلو روږدي دي

شپږم: پاکستان غواړي خپل مالونه منځنۍ آسیاته صادر کړي او غواړي د دې موخې لپاره افغان خاوره پرته له کوم حسابه وکاروي، د دې موخې لپاره دوی غواړي په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په څېر د اخ ډب یو حالت جاري وي ترڅو په افغان حکومت کې دا وړتیا موجوده نه وي چې حساب وکړي ځکه پاکستان حکومت په دې باندې پوهیږي چې افغان حکومت به د خپل ترانزیت حق د اخیستلو لپاره د منځنۍ آسیا او پاکستان ترمنځ د ترانزیتي لارې له فشا څخه کار اخلي ، نو په همدې دلیل یو مسلکي او علمي دولت په افغانستا ن کې د ځان زیان بولي

اووم : په تېرو دېرشو کلونو کې د پاکستان سیاست داو ترڅو لویدیځې نړۍ ته ځان د افغانستان دمسلې په سر مهم وښیئ دوی غواړي غرب ته ووایی چې که په افغانستان کې څه کوئ نو د دوی له لارې یې وکړي ترڅو په دې توګه له لویدیځ څخه کرېډېټ ترلاسه کړي، پاکستان د افغانستان د مسئلې پر سر باندې د کرېډېټ په پایله کې دا پرمختګونه کړي دي، پاکستان اوس هم د افغانستان د موضوع پرسر په ملیونونو ډالر اخلي زموږ وینې دوی ته ډالر دي او دوی نه غواړي دا ډالر له لاسه ورکړي.

1 comment:

Unknown said...

that is a great topic Wardak Saheb